۰

غني له امریکایي سناتورانو سره پر سولې او ښې حکومتولۍ خبرې کړې

دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۸
ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته د راغلي امریکايي سناتورانو له پلاوي سره کتلي او په بېلا بېلو مضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړې دی.
غني له امریکایي سناتورانو سره پر سولې او ښې حکومتولۍ خبرې کړې
ولسمشر محمد اشرف غني کابل ته د راغلي امریکايي سناتورانو له پلاوي سره کتلي او په بېلا بېلو مضوعاتو یې ورسره خبرې اترې کړې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون یکشنبې د لیندۍ ۳ مه ماښام په ارګ کې تر سره شوې، چې د ارګ په وینا دواړو لورو پر امنیت، ښې حکومتولۍ، اقتصادي ودې او سولې پروسې خبرې وکړې.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي ولسمشر په تېرو کلونو کې د امریکا مرستې د یوه غښتلي مشارکت له لارې د افغانستان د انشکاف او پرمختګ لپاره ګټورې وبللې.

دغه راز ولسمشر د سولې په برخه کې د امریکا هڅې ستایلې دي او هیله یې ښودلې، چې دا هڅې به په افغانستان کې تل پاتې سولې ته لار هواره کړي.

سرچینه زیاتوي، په ورته وخت کې امریکایي پلاوي هم له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د افغان ځواکونو هڅې او قربانۍ بېسارې بللې دي.

امریکایي سناتورانو ویلي، امریکا؛ افغان سولې ته د رسېدو په برخه کې جدي هڅې پیل کړې دي او په دې هېواد کې دوامداره او پایداره سوله د دوی لومړیتوب دی.

دوی زیاته کړې، افغانستان د ښې حکومتولۍ په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري او په حکومت کې د ښځو ونډه، زده کړو ته د ټولو لاسرسی او روغتیا ته پاملرنه زیاته شوې.

امریکايي سناتورانو ټینګار کړی، چې دوی باوري دي، چې د افغانستان اقتصادي وده به د غښتلې حکومتولۍ لامل وګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي