۰
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون:

جنګي جرمونه چې د جګړې د هر لوري له خوا تر سره شوي وي باید وڅېړل شي

دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۰
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د بشري حقونو نقض او جنګي جرائیم چې د جګړې د ښکېلو هر لوري له خوا شوي وي، باید په جدي توګه وڅېړل شي.
جنګي جرمونه چې د جګړې د هر لوري له خوا تر سره شوي وي باید وڅېړل شي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د بشري حقونو نقض او جنګي جرائیم چې د جګړې د ښکېلو هر لوري له خوا شوي وي، باید په جدي توګه وڅېړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون چارواکي زیاتوي، چې په افغانستان کې جنګي جرائیم خورا پراخ دي، خو تر اوسه دغه قضیو ته رسېدنه نه ده شوې  او نه هم څېړل شوې دي.

د افغانستان د بشپري حقونو کمېسیون مرستیال محمد نعیم نظري جمهورخبري آژانس ته و ویل، د بشري حقونو کمېسیون په هېواد کې د ټولو هغه جنګي جرمونو د څېړلو غوښتونکی دی، چې، د وسله والو مخالفینو، بهرنیو او  افغان ځواکونو له خوا تر سره شوي وي.

هغه زیاته کړه«په خواشنۍ سره په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو لوریو له خوا جنګي جرائیم خورا زیات دی، خو د لا خواشنۍ ځای دا دی، چې دغه جرائیمو تر اوسه یو هم نه دی څېړل شوی.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون موخه د بشري حقونو پر تامین را ټوله ده او جنګي جرمونه که د هر غاړې له خوا وي، د منلو نه دي.

دی وایي، چې په افغانستان کې له جنګي جرمونو سترګې پټول، د معافیت فرهنګ د بشري حقونو د نقض د پراختیا لامل شوی، چې دا کمېسیون، مدني او نړیوالو بنسټونو ته د منلونه دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون دغه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو له خوا د تر سره شویو جنګي جرمونو د نه څېړل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا ویلي، چې له ۲۰۱۷ کال وړاندې د برېتانوي ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژلو ۵۲ قضیې ثبت شوې، ولې دوسیې یې پرته له دې چې وڅېړل شي او څوک محکوم شي، پای ته رسېدلې دي.

دغه راز نوموړې زیاته کړې، په افغانستان کې د ماین شنډولو پر مهال د نیوزلېنډي سرتېرو د بې پروایۍ له امله هم د ۷ افغان ماشومانو د وژل کېدو او ۷ نور ملکي وګړو د ټپي کېدو ناتایید شوي رپوټونه شته دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نېږدې درې اوونۍ وړاندې یو پلټنې ښودلې، چې برېتانیا د خپلو پوځیانو له خوا په افغانستان او عراق کې د ملکي وګړو د وژلو پېښې پټې کړې دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون مرستیال محمد نعیم نظري وایي، له جنګي جرمونو انکار د نړیوالو اصولو او د بشري حقونو د تامئین او جنګي جرمونو د څېړلو خلاف عمل دی او د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ته د منلو نه دی.

نوموړی وایي، د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ټینګار پر دې دی، چې  په افغانستان کې د جنګي جرائیمو ټولو قضیو ته چې د هر لوري  له خوا تر سره شوې وي، باید رسیدګي وشي او وڅېړل شي.

د یادونې ده افغان دولت تر اوسه د دې په اړه چې برېتانیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په جنګي جرمونو پرده اچولې غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي