۰

د بشري حقونو د څار سازمان: بایډن غواړي د افغانستان شتمني لوټ کړي

شنبی ۲۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۹
د بشري حقونو د څار سازمان د امریکا پر ولسمشر جوبایډن د هغه د وروستۍ پرېکړې له امله سخت غندلی وایي، بایډن د افغانستان د خلکو شتمني لوټ کوي.
د بشري حقونو د څار سازمان: بایډن غواړي د افغانستان شتمني لوټ کړي
د بشري حقونو د څار سازمان د امریکا پر ولسمشر جوبایډن د هغه د وروستۍ پرېکړې له امله سخت غندلی وایي، بایډن د افغانستان د خلکو شتمني لوټ کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان د امریکا د ولسمشر پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، بایډن د افغانستان د اقتصادي سقوط په لټه کې دی.

سرچینه وایي، بایډن په دې غیر منطقي کار سره وښوده چې غواړي د افغانستان شتمني لوټ کړي او دغه هېواد له اقتصادي سقوط سره مخ کړي.

د بشري حقونو د څار اداره وایي دا سمه ده چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي او پر دوی به بندیزونه وي، خو دلته میلیونونه وګړي ژوند کوي او کنګل شوې شتمني د دوی حق و، نو امریکا ته نه وه په کار چې پر دې شتمنیو یې داسې لوټ جوړ کړی وی.

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره د بایډن دغه پرېکړه غندي او هغه غیر اخلاقي او غیر انساني بولي.

د یادونې ده، چې بایډن پرون جمعه د سلواغې ۲۲ مه د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ په اړه خبر تازه پرېکړه اعلان کړه.

نوموړي په دغه اجرائیوي فرمان کې د افغانستان ۷ میلیارده شتمني آزاده کړه خو ویې ویل، چې د دغه پیسو نیمايي یا ۳.۵ میلیارد ډالر به امریکا کې د سپتمبر پېشې قربانیانو ته ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي