۰

دفاع وزارت: د هلمند مارجه ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو پاکه شوې

چهارشنبه ۱۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۶
ملي دفاع وزارت د مشرانو جرګې د داخلي امنیت او دفاعي کمېسیون د مشر محمد هاشم الکوزي هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ویلي و، افغان ځواکونو د هلمند مارجه ولسوالي نه ده نیولې.
دفاع وزارت: د هلمند مارجه ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو پاکه شوې
ملي دفاع وزارت د مشرانو جرګې د داخلي امنیت او دفاعي کمېسیون د مشر محمد هاشم الکوزي هغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې ویلي و، افغان ځواکونو د هلمند مارجه ولسوالي نه ده نیولې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې له څلور کلن ځنډ وروسته د هلمند د مارجې ولسوالۍ د بېرته نیولو خبر ورکړ.

خو د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزي پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۲ مه د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، دفاع وزارت دروغ وايي او افغان ځواکونو مارجه ولسوالي نه ده نیولې.

نوموړي زیاته کړې وه، چې دغه ولسوالۍ باندې لا هم طالبان واکمن دي او د افغان ځواکونو هغه عملیات چې د ولسوالۍ د نیولو لپاره په لار اچول شوي و، ناکام شوي دي.

د هغه په وینا په دغه عملیاتو کې یوازې یوه لار چې د پوځ یوه  مرکز ته ورغلې خلاصه شوې ده او نوره ټوله ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده.

خو ملي دفاع وزارت بیا هم ټینګار وکړ، چې مارجه ولسوالي په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده او طالبان یې په مکمل ډول له دغه ولسوالۍ پاک کړي دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن چهارشنبې د لیندۍ ۱۳ مه جمهور خبري آژانس ته وویل، چې افغان ځواکونه په مارجې ولسوالۍ کې شتون لري او دغه ولسوالي یې تر کنټرول لاندې ده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د مارجې ولسوالۍ نیول ساده خبره نه ده، چې دفاع وزارت دروغ و وايي، بلکې په وینا یې رسنۍ کولۍ شي ورشي او له نېږدې یې فلمونه او تصویرونه واخلي، چې افغان ځواکونه په کې مېشت دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند زیاتوي، چې تازه دمه ځواکونه هم دغه ولسوالۍ ته رسېدلي او له تېرو دوه ورځو راهیسې یې په طالبانو پسې کور په کور تلاشۍ پیل کړې، چې لا هم دوام لري.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې سناتور الکوزي څنګه دغه ادعا کړې و ویل، چې دا باید له همده پوښتنه وشي، چې په کومه موخه یې دغه څرګندونې کړې، خو حقیقت دا دی، چې  دغه ولسوالي افغان ځواکونو نیولې.

د ملي دفاع وزارت وايي، د مارجې ولسوالۍ د نیولو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې، چې د نظامي قوماندان ملا عبدالباري په ګډون ۳۷ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي