ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځواکونو یې په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قوماندان ملا میرحمزه دوه مهم پټنځایونه او مرکزونه له منځه وړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن شنبې د لیندۍ ۱۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې عملیات کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو د مشهور قوماندان ملا میرحمزه دوه مرکزونه له منځه وړل شوي او شپږ طالبان وژل شوي دي.
ملي امنیت وایي په عملیاتو کې د دوه پاکستانیانو کلیم الله او بهاوالدین په ګډون پنځه وسله وال طالبان ژوندي نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې یې ۶۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۵ بمونه، یو میل تفنګچه، یوه ایکم مخابره او ګڼ د ماینونو جوړولو وسایل نیولي دي.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل