۰

ملګري ملتونه: میلیونونه افغان ماشومان له خپلو حقونو محروم شوي

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۶
په افغانستان کې ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، په دغه هېواد کې میلیونه افغان ماشومان له خپلو حقونو محروم پاتي دي.
ملګري ملتونه: میلیونونه افغان ماشومان له خپلو حقونو محروم شوي
په افغانستان کې ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، په دغه هېواد کې میلیونه افغان ماشومان له خپلو حقونو محروم پاتي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  یوناما نن سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، که څه هم افغانستان کېد ماشومانو د ژوند ښه کېدو برخه کې پرمختګونه شوي، خو لا هم ماشومان د جګړو، تاوتریخوالي او جنسي زور زیاتي اصلي قربانیان دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په افغانستان کې د روان۲۰۱۹میلادي کال د مارچ په میاشت کې د ماشومانو د قانون د تصویب په ګډون، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ته د هلکانو او نجونو د لاس رسي په ګډون له یو لړ پام وړ پرمختګونو شوي، خو د دغو پرمختګونو سره سره لاهم په میلیونونو افغان ماشومان له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې کې د ژوند کولو حق، زده کړو او روغتیایي خدماتو ته د لاس رسي حق، د تفریح حق او بشپړې وړتیا ته د هغوی د رسیدو لپاره د پرمختیا حقونه شامل دي.

خو په وینا یې ماشومان  پر ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو کې د بریدونو له منفي اغیزو سره او په نا مناسب ډول د جګړې له پاتې ناچاوده توکو صدمه ویني او په جګړه کې د ښکیلو اړخونو له خوا له استخدام او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فریزر چې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرې د افغانستان د څانګې استازې هم ده ویلي، د بشري حقونو د قربانیانو د ستونزو اوریدل باید د افغان چارواکو د مهمو لومړیتوبونو په سرکې ځای ولري، په ځانګړي ډول کله چې قربانیان ماشومان وي، ځکه چې د حساب ورکولو نشتوالي، له سزا ورکولو زمینه پراخوي، چې له کبله یې د بشري حقونو ناوړه ګټه اخیستونکو ته د ودې زمینه برابریږي.

مېرمن فیونا فریزر ویلي«د ښځو، ماشومانو او نورو اغیزمنو ګروپونو ساتنه باید د هر ملت د بشري حقونو د خوندیتوب د ستراتیژیو په زړه کې ځای ولري.»

یوناما وایي، پردې سربېره به د بشري حقونو د ودې او د وسله والو ډلو په لیکو کې د ماشومانو د جذبولو په تور د ماشومانو ساتل کیدونکو ځایونو په ګډون له توقیف ځایونو څارنې ته دوام ورکوي.

یوناما موندلې چې د لویانو په پرتله دغه ډول ماشومان په لویه کچه له ځورونې او ناسم چلند سره مخامخ دي او په ورته وخت کې په ټولنه کې د دغسې ماشومانو د بیرته ادغام کیدلو مرکزونو ته له لیږلو مخکې د هغوی د درملنې غوښتنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي