۰

مشرانو جرګې د حلیم تنویز د نیولو غوښتنه وکړه

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۹
مشرانو جرګې له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې حلیم تنویز د خپلو وروستیو قومي نفاق اچوونکو څرګندونو له امله ونیسي او څېړنې ترې وکړي.
مشرانو جرګې د حلیم تنویز د نیولو غوښتنه وکړه
مشرانو جرګې له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې حلیم تنویز د خپلو وروستیو قومي نفاق اچوونکو څرګندونو له امله ونیسي او څېړنې ترې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن سه شنبې لیندۍ ۱۹ مې په غونډه کې وویل، د افغانستان واړه قومونه د یوه باغ ګلان دي، خو حلیم تنویر د ځان شهرت موندلو لپاره د قومونو تر منځ د نفاق اچولو څرګندونې کړې او د یوه قوم پر وړاندې یې  دنورو قومونو د درولو هڅه کړې.

نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ، چې تنویر افغانستان ته په راتګ سره ونیسي او یا یې هم د انټرپول پولیسو په واسطه هېواد ته راولېږدوي او څېړنې ترې وکړي.

مسلم یار ټینګار وکړ، چې تنویر په دغه څرګندونو سره د بهرنیو استخباراتي کړیو همغه د قومونو تر منځ د نفاق اچولو پروژه عملي کړې ده، چې باید پوښتنې ترې وشي.

هغه و ویل، مشرانو جرګه به کتبآ له حکومت څخه وغواړي، چې تنویر ونیسي او د څېړونو لپاره یې عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کړي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار هم د تنویر په څرګندونو خواشني وښوده ویې  ویل، په خواشنۍ سره په افغانستان کې ځینې کسان د نفاق اچولو لپاره استخدام شوي، او بده لا دا چې دغه ډول کسانو د حکومت د ننه هم کار کړی او افغانستان یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړي په حکومت هم نیوکه وکړه، چې که په تېر کې یې له دغسې کسانو سره چې غواړي د بهرنیو استخباراتو پروژې پلې کړي او قومونه سره واچوي جدي چلند کړی وای، نن به چا دا جرات نه کولو، چې بیا دا ډول څرګندونې وکړي.

د یادونې ده، چې حلیم تنویر د علومو اکاډمۍ په یوه ناسته کې وايي، که چېرې زده واک ته ورسېدم، د قومونو تر منځ اختلاط یا ګډوالی رامنځ ته کوم، د هزاره لور د پښتون زوی ته ورکوم، په خدای ج ختموم یې، په خدای ج که یې پرېږدم.

هغه د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې وايي، د قومي اختلافاتو د لمنځه وړلو لپاره باید قومي مشران له منځه یووړل  شي، محقق او دوستم باید هغې خواته شي تر څو برابري رامنځ ته شي.

خو د تنویر دغه څرګندونو پر خواله رسنیو ګڼ غبرګونونه راپارولي او ان د ځینو قومونو مشرانو یې دغه څرګندونې ښکاره سپکاوی بللی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي