۰
مشرانو جرګه:

که اوربند کېږي عمومي دې وي، که نه د امریکا او طالبانو اوربند د منلو نه دی

یکشنبه ۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۱
د افغانستان مشرانو جرګې د طالبانو له لوري د احتمالي اوربند سره د موافقې د راپورونو په غبرګون کې وايي، د افغانستان خلکو ته یوازې عمومي اوربند د منلو دی، نه د امریکا او طالبانو تر منځ اوربند.
که اوربند کېږي عمومي دې وي، که نه د امریکا او طالبانو اوربند د منلو نه دی
د افغانستان مشرانو جرګې د طالبانو له لوري د احتمالي اوربند سره د موافقې د راپورونو په غبرګون کې وايي، د افغانستان خلکو ته یوازې عمومي اوربند د منلو دی، نه د امریکا او طالبانو تر منځ اوربند.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې مرغومي ۸ مې په عمومي غونډه کې و ویل، عمومي اوربند کې د یو ساعت لپاره هم وي د منلو دي، خو هغه اوربند چې د امریکا او طالبانو تر منځ به وي د افغانستان خلک نه قبلوي.

ښاغلي مسلم یار زیاته کړه، چې د امریکا او طالبانو تر منځ یو اړخیزه اوربند په صورت کې افغان دولت او امنیتي ځواکونه مکلف دي، چې له خپلو خلکو ساتنه وکړي او باید دې کار ته پوره چمتوالی ولري.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار هم ورته څرګندونې وکړې ویې ویل، که د امریکا او طالبانو یو اړخیزه اوربند وشي نو دغه کار به د افغان ځواکونو مرګ ژوبله نوره زیاته کړې او طالبان به یوازې د افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ د پرېکدو په فکر کې وي.

دی وايي، که څه هم د افغانستان خلک د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو باندې خپلې ملاحظې لري خو په وینا یې که دغه خبرې د عمومي اوربند او بین الاافغاني خبرو د پیل سبب کېږي خلکو ته به د منلو وي.

په ورته وخت کې ځینو نورو سناتورانو هم دا ویل، چې افغان حکومت او د افغانستان ولس تر اوسه د امریکا او طالبانو د سولې خبرو او اوربند له موضوع څخه خبر نه دي، په داسې حال کې، چې د لوبې اصلي قربانیان هم ولسي وګړي دي او غواړي پوه شي، چې په برخلیک یې څه لوبې روانې دي.

د جرګې دوهم مرستیال آصف صدیقي و ویل«د افغانستان خکومت او خلک د امریکا او طالبانو د مذاکراتو له جزیاتو خبر نه دي او دا وېره ورسره شته، چې ټاکنیز بحران ته په کتو امریکا او طالبان په دې لټه کې نه وي، چې یو موقت حکومت رامنځ ته کړي.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې امریکا نه باید د افغانستان د سولې پروسې سره د یوې پروژې په شکل چلند وکړي او د طالبانو سره د سیاسي معاملې د افغانستان د خلکو په برخلیک لوبې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي د طالبانو د قطر دفتر یو درې کسیزه پلاوی پاکستان ته د اوربند په تړاو له خپل مشرتابه سره د سلا مشورو په موخه تللی دی.

که څه هم ځینې راپورونه وایي، طالب مشرتابه دغه پلاوی ته د یوې اوونۍ یا لس ورځني اوربند سلا ورکړې، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې لا هم په دې اړه سلا مشورې روانې دي، او هر وخت چې وروستۍ پرېکړه وشوه، دوی به یې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
   
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي