۰

مشرانو جرګه: حکومت دې د سولې طرحه ملي شورا ته راولېږي

سی شنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
مشرانو جرګې له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د سولې په اړه خپله طرحه ملي شورا ته ولېږي تر څو د دغه بنسټ له خوا تایید شي.
مشرانو جرګه: حکومت دې د سولې طرحه ملي شورا ته راولېږي
مشرانو جرګې له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د سولې په اړه خپله طرحه ملي شورا ته ولېږي تر څو د دغه بنسټ له خوا تایید شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلیم یار د نن سه شنبې مرغومي ۲۴ مې په غونده کې و ویل، چې مشرانو جرګه د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي او حکومت باید د سولې لپاره جدي دریځ ولري.

هغه زیاته کړه، چې سوله په ګدایۍ نشي تر لاسه کېدای او د افغانستان حکومت باید د سولې لپاره ګټورې برنامې او پلانونه ولري، چې تل پاتې سوله رامنځ ته شي.

نوموړي دې په اشارې، چې حکومت له خوا د سولې طرحه کې خامخا د نړیوالو انستېتیوتونو سلا مشورې اخستل شوې، نو حکومت باید خپله دغه طرحه ملي شورا ته د تایید لپاره راولېږي.

ښاغلي مسلیم یار ټینګار وکړ، چې مشرانو جرګه د سولې د خبرو لپاره د اوربند او بین الاافغاني خبرو د پیل په اړه د حکومت له دریځه کلک ملاتړ او ستاینه یې کوي.

دغه راز د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار هم و ویل، چې د سولې لپاره د حکومت طرحه په ځانګړي ډول د اوربند او بین الاافغاني خبرو موضوع په کې ډېره مهمه او دوی یې ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې له اوربند پرته هېڅ ډول مذاکرات په افغانستان کې د تل پاتې او عادلانه سولې د تامین لپاره ګټور نه دي او نه به هم کومه مثبته پایله ولري.

د مشرانو جرګې د تقنني کمېسیون مشر محی الدین منصف بیا و ویل، که طالبان سوله غواړي نو باید له اوربند سره موافقه وکړي، ځکه په وینا یې د وحشت په دوام سره په هېواد کې د سولې خبرې کومه مانا نه لري.

نوموړي زیاته کړه، چې امریکا او طالبان یوه ورځ خبرې پیلوي او د افغانستان خلکو ته یوه هیله راپیدا کوي، خو بله ورځ یې بېرته دروي او هېڅ نتجه یې نه معلومېږي.

د هغه په وینا د افغانستان خلک تمه لري، چې دغه مذاکراتو د ټولو ښکېلو غاړو او ملي او نړیوالو اړخونو سره په سلا مشورو مخکې ولاړ شي، تر څو یې پایلې ټولو ته د منلو وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د قطر پلازمېنه دوحه کې یو ځل بیا د امریکايي او طالب استازو تر منځ غیر رسمي لیدنې او خبرې اترې پیل شوې دي.

راپورونه وايي، ټاکل شوې وه، چې په همدې تېره اوونۍ کې د دواړو لورو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي خو اوس ځینې سرچینې وايي، دغه وخت د دوه دریو اونیو لپاره نور هم ځنډول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي