۰

د تابعیت قانون او د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل تایید شو

یکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۷
مشرانو جرګې د افغانستان د تابعیت قانون طرحه او د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل د رایو په اکثریت سره تایید کړ.
د تابعیت قانون او د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل تایید شو
مشرانو جرګې د افغانستان د تابعیت قانون طرحه او د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل د رایو په اکثریت سره تایید کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې دفاعي او د تقنني چارو کمېسیون نن یکشنبې د مرغومي ۱۵ مه عمومي غونډې ته د افغانستان د تابعیت قانون او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تشکیل طرحې وړاندې کړې.

دغه دواړې طرحې د مشرانو جرګې له خوا د رایو په اکثریت سره تایید شوې.

د افغانستان د تابعیت قانون د تابعیت اخیستو او یا پرېښودو چارو د تنظیم په موخه جوړ شوی دي، چې د سناتورانو اکثریت رایه یې خپله کړه.

د دې قانون پر بنسټ د افغانستان ولسمشر، وزیران او د سترې محکمې رییس او غړي نه شي کولی دوه تابعیته وي او دغه راز هغه کسان چې دوه تابعیت لري نه شي کولي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې دنده تر سره کړي.

خو د مشرانو جرګې د دفاعي چارو کمېسیون د وزیرانو د دوه تابعیته موضوع له دې طرحې ځانګړې کړې او وایي په دې برخه کې باید له اساسي قانون سره سم عمل وشي.

په اساسي قانون کې راغلي، چې ولسي جرګه د دوه تابعیته وزیرانو د تایید او رد واک لري.

په پای کې د تابعیت د قانون طرحه په ۵ څپرکیو او ۳۰ مادو کې رای اچونې ته وړاندې شوه، چې د سناتورانو له خوا د رایو په اکثریت سره تایید شوه.

دغه زار د مشرانو جرګې د نن په غونده کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تشکیل فرمان هم چې وړاندې د ولسي جرګې له خوا تصویب شوی و، د سناتورانو له خوا تایید شو.

دغه طرحه د مشرانو جرګې د تقنني کمېسیون له خوا عمومي غونډې ته وړاندې شوه، چې پرته له بحث او نیوکو د رایو په اکثریت سره تایید شوه.

د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل، په دې طرحه د مشرانو جرګې په کمېسیونو کې بحث شوی او بیا یې اړتیا نشته، چې په عمومي غونده کې پرې خبرې وشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تشکیل طرحه په دریو مادو کې ترتیب شوې، چې یوه میاشت وړاندې د ولسمشر د یوه فرمان پر اساس دغه وزارت جوړ او څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې له خوا تصویب شو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي