۰

مشرانو جرګه د ټاکنو کمېسیون ته! هره پایله چې لاس کې لرۍ اعلان یې کړی

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۹
مشرانو جرګه وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه هر ډول پایله په لاس کې لري، باید ژر تر ژره یې اعلان کړي.
مشرانو جرګه د ټاکنو کمېسیون ته! هره پایله چې لاس کې لرۍ اعلان یې کړی
مشرانو جرګه وایي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه هر ډول پایله په لاس کې لري، باید ژر تر ژره یې اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن سه شنبې لیندۍ ۱۹ مې په غونډه کې و ویل، کمېسیون نه باید له دې زیات مصلحت ګرايي وکړي او د ټاکنو پایلې وځنډوي.

د هغه په وینا کمېسیون چې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه هر ډول پایله په لاس کې لري، باید ژر تر ژره یې اعلان کړي او د افغانستان د خلکو انتظار پای ته ورسوي.

د مشرانو جرګې رییس ټنیګار وکړ، چې کمېسیون باید د هېواد مصحلت په پام کې ونیسي او د افغانستان د خلکو له رایو باید ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې د جرګې یو بل غړي داود غفاري و ویل، که کمېسیون له انتخاباتي ستونزو راونوځي، نو هېواد د یوې بلې بدبختۍ خوا ته ټېل وهي.

نوموړي پر نوماندانو هم غږ وکړ، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه فکر وکړي، او کمېسیون پرېږدي، چې د هېواد برخلیک معلوم کړي.

د مشرانو جرګې بلې غړې ګلالۍ اکبري هم وویل، په داسې حال کې، چې د سولې خبرې هم حساس پړاو ته رسېدلي، کمېسیون باید د ټاکنو پایلې اعلان کړي تر څو نوی حکومت د سولې په اړه تصمیم ونیسي.

د هغې په وینا تر چې  د ټاکنو پایلې اعلان شوې نه وي او یو نوی منتخب حکومت رامنځ ته شوی نه وي، له یوه قوي ادرس څخه د سولې خبرې مخ ته نه شي وړل کېدی.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي