د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان هوايي ځواک یوه MI 35 ډوله چورلکه د هېواد لوېدیځ فراه ولایت کې لوېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د مرغومي ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه نن سهار رامنځ ته شوې.
سرچینه زیاتوي، د افغان پوځ دغه MI 35 ډوله الوتکه د فراه له مرکز څخه د دې ولایت پرچمن ولسوالۍ ته په لاروه، چې شاوخوا یولس بجې غورځېدلې ده.
دفاع وزارت وایي، چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې او دواړه پيلوټان یې وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل