۰
ولسمشر غني:

کورنیو چارو وزارت کې باید بهرنۍ مداخلې صفر ته ورسول شي

دوشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۹
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، کورنیو چارو وزارت کې بهرنۍ مداخلې باید صفر ته ورسول شي او هېڅ غل او قاچاقبر د افغانستان زړه ور پولیس نه شي ګواښلی.
کورنیو چارو وزارت کې باید بهرنۍ مداخلې صفر ته ورسول شي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، کورنیو چارو وزارت کې بهرنۍ مداخلې باید صفر ته ورسول شي او هېڅ غل او قاچاقبر د افغانستان زړه ور پولیس نه شي ګواښلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني، چې نن دوشنبې د مرغومي ۲۳ مه  کابل کې د جنرال عبدالرازق د پولیسو ملي اکاډمۍ د یوولسمې دورې فارغینو ته وینا کې و ویل، د افغانستان ولس پر خپلو سرتېرو ویاړي، هغوی له خپلو سرتېرو څخه امن غواړي او تاسې باید هېواد او هېوادوالو سره خپله مینه او ژمنتیا ثابته کړۍ.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې پولیسو ورڅخه د ملاتړ غوښتنه کړې، چې په وینا یې دوی د قانون د پلي کېدو په برخه کې د پولیسو پوره پوره ملاتړ کوي او هېڅ غل او قاچاقبر نه شي کولی، چې د افغانستان زړه ور پولیس وګواښي.

ولسمشر و ویل«زموږ په قانون کې غیر مسوول وسله وال شتون نه لري، غله او قاچاقبران پولیس نه شي ګواښلی.»

نوموړي زیاته کړه، چې پولیس باید د جګړې پر ځای امنیت ته را وګرځي او پر هغوی باندې پر تحمیل شوي دندې باید غور وشي.

هغه وایي، پولیس باید په تدبیر سره ګام واخلي تر څو د وژلو مسوول نه شي ځکه هېڅ امنیتي مسؤل د افغانانو د وژلو حق نه لري.

ښاغلي غني و ویل«زموږ خلک نه غواړي پولیس د وژنو مسئول وي، حتا یو غل هم باید ونه وژني، د اعدام صلاحیت یوازې محکمه لري.»

ولسمشر غني پولیسو ته په خطاب کې په ټينګار سره و ویل، چې تاسي د افغانستان د ملي ارادې ممثلین یاست، تاسې په دې ځوانۍ کې د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی.

ولسمشر زیاته کړه، چې له دې وروسته هیڅوک هم په کورنیو چارو وزارت کې د لاسوهنې اجازه نلري او سپارښتنه یې کړې ده چې په دغه وزارت کې باید د بهرنۍ مداخلې کچه صفر ته راښکته شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي