۰

د ۲۰۱۹ په ۹ میاشتو کې امریکايي ځواکونو افغانستان کې ۸۰۰۰ بمونه او راکټونه

پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۹
د بشري حقونو د څار ډله وایي، امریکایي ځواکونو د ۲۰۱۹ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې کابو ۸۰۰۰ بمونه او راکټونه کارولي دي.
د ۲۰۱۹ په ۹ میاشتو کې امریکايي ځواکونو افغانستان کې ۸۰۰۰ بمونه او راکټونه
د بشري حقونو د څار ډله وایي، امریکایي ځواکونو د ۲۰۱۹ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په افغانستان کې کابو ۸۰۰۰ بمونه او راکټونه کارولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې په راپور کې ویل شوي، د دغه بمونو او راکټونو له امله د ۲۵۰ ماشومانو په ګډون ۸۰۰ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په اسیا کې د بشري حقونو د څار ډلې مشرې پتریشیا ګاسمن ویلي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډون په افغانستان کې د جګړې ټولو ښکېلو غاړو د جګړې قانون له پامه غوځولی دی چې له کبله یې ولس ته ډېر زیان رسېدلی دی.

د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې دا هم راغلي دي چې د ولسمشرۍ ټاکنو مخکې طالبانو په خپلو بریدونو کې ډېر خلک وژلي او ژوبل کړي دي.

راپور کې دا هم ویل شوي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتي ادارې، سي آی اې، په افغانستان کې د هغو وسله والو ډلو ننګه هم کړې ده چې په ناقانونه توګه د خلکو په اعدامولو او ورک کولو تورنې دي.

په دې راپور کې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت اروزل شوی دی او همدغه راز یې افغانستان د هغو هېوادونو د لست په سر کې راوستی چې ډېر خلک یې کور د ننه بيځای شوي او یا نورو هېوادونو ته کډوال او مهاجر شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت د دغه راپور د ردولو تر څنګ ویلي، د ملکي وګړو د ځان او مال ساتل د افغان ځواکونو لومړیتوب دی او د ملکی تلفاتو اصلي لامل طالبان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي