ولسمشر محمد اشرف غني وایي، سوله افغان دولت او ملت ته د عطف نقطه او لومړیتوب دی او مستقیم دیالوګ، مذاکرات او اوربند د سولې پروسه کې یواځیني معنی داره اقدامات دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۵ مه ماښام مهال په بهرنیو چارو کې د المان فدرالي جمهوریت د دولت وزیر نیلس آنین سره کتنه کې کړې دي.
د ارګ نه خپره شوې خبرپانه وايي، ولسمشر له افغانستان سره د المان د سیاسی او پوځي ملاتړ په ځانګړي ډول د جي ټي زيډ په شمول د دغه هیواد د انکشافي بنسټونو مننه وکړه او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې یې د دغه هیواد د سرتېرو قرباني او د سولې پروسې او دیالوګ په اسانتیا برابرولو کې د دوی رول وستایه.
په بهرنیو چارو کې د المان فدرالي جمهوریت د دولت وزیر وویل، موږ راغلي یوو چې د افغانستان د وضعیت په جریان، سولې پروسې او ټولو انکشافاتو کې قرار ولرو او له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ په موخه د المان ژمنې تازه کړو.
سرچینه وايي، ولسمشر د دې په بیانولو سره چې د افغانستان د سولې برنامه، ملي او هر اړخیزه برنامه ده وویل، د علماو، ښځو او ځوانانو په ګډون زموږ د ټولنې ټول اقشار په باعزته او پایداره سولې او د جنګ په ختمېدو اجماع لري.
ښاغلي غني ویلي، سوله افغان دولت او ملت ته د عطف نقطه او لومړیتوب دی. مستقیم دیالوګ، مذاکرات او اوربند د سولې پروسه کې یواځیني معنی داره اقدامات دي.
د هغه په وینا د المان په ګډون د امریکا متحده ایالاتو او ټولو بین المللي متحدینو سره ګډ کار کوو چې د افغانستان ۴۰ کلن جنګ پای ومومي.
ولسمشرپر امن پټنځایونو تمرکز، له تروریستي ډلو ، نشه یې توکو او جرمي اقتصاد سره د طالبانو د اړیکو پرېکول هغه شاخصونه وبلل چې په افغانستان کې سولې ته زمینه برابروي. هغه څرګنده، موږ د سیمه ییزې اجماع لپاره د سیمې له هیوادونو سره په همغږۍ کار کوو.
هغه پردې په ټینګار سره چې تروریزم اوس هم د یوه ګواښ په توګه په افغانستان، سیمه او نړۍ کې مطرح دی، وویل: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تروریزم سره د مبارزې په برخه کې نه یواځې د افغانستان، بلکې د ټولې نړۍ لپاره زیاته قرباني ګاللې ده.
ښاغلي غني د نشه یي توکي نه یواځې د افغانستان، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ وباله او وې ویل، تروریزم سره د مبارزې په برخه کې زموږ تعهد پر ځای دی او له خپلو متحدینو سره د دغې پدیدې پر وړاندې مبارزه کوو.
ولسمشر په هېواد کې د امنیتي بن بست د ماتولو یادونه وکړه او وې ویل، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په تعرضي حالت کې قرار لري او د تېر په پرتله موفق عمل کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې اصلاحات د افغانستان اسلامي جمهوريت د مهمو برنامو څخه دي او موږ د اصولو او قواعدو پر بنسټ د بنیادي اصلاحاتو او همدارنګه د چاپېریال ساتنې ستونزې حل ته، تهعد لرو.
د دغې کتنې په پای کې د المان فدرالي جمهوریت په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر د سولې پروسه کې د ښځو پر رول د ټینګار پر مهال وویل، د افغانستان له پرمختګونو څخه خوښ یوو.
نوموړي یو ځل بیا د سولې پروسې، اصلاحاتو او د افغانستان له دیموکراتیکو پروسو څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ.
جمهورخبري آژانس:کابل