پاکستان کې د چین سیفر وايي، د چین او افغانستان ترمنځ د ګوادر بندر له لارې راکړه ورکړه پیل شوې او افغانستان ته د چین د صادراتو لومړنۍ محموله رسېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین سفارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بلوچستان د ګوادر بندر له لارې یې له افغانستان سره سوداګري پیل شوې او تازه یې د سوداګریزو مالونو یوه کښتۍ ګوادر ته رسېدلې.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه محموله به له هغه ځایه په لاریو کې د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
افغان حکومت لا د دغې خبر په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، ګوادر بندر په بلوچستان کې د پاکستان او چین په ګډه پانګونه جوړ شوی دی چې چین په کې د افغانستان د شاملولو ډیره هڅه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل