۰

خلیلزاد، مېلر، ملا برادر، ستانکزي او متقي د سولې په تړون خبرې کړې

سی شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، امریکايي او طالب استازو د سولې تړون په اړه خبرې کړې او دا خبرې به نن هم دوام ولري.
خلیلزاد، مېلر، ملا برادر، ستانکزي او متقي د سولې په تړون خبرې کړې
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، امریکايي او طالب استازو د سولې تړون په اړه خبرې کړې او دا خبرې به نن هم دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي، چې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برارد، شېر محمد عباس ستانکزي او امیرخان متقي د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي او د سولې تړون په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه ناسته پرون دوشنبې د مرغومی ۳۰ مه شوې او دواړه لوري په راتلونکو اقداماتو غږېدلي دي.

سهیل شاهین زیاتوي چې نن به هم په دوحه کې د امریکا او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ خبرې روانې وي.

نوموړي د سولې هوکړې د لاسلیک په اړه څه نه دي ویلي.

خو په ورته وخت کې ځینو سرچینو ویلي، چې د امریکا او طالبانو د سولې تړون کې یو ځل بیا خنډ رامنځ ته شوی.

د سرچینو په وینا دا خنډ د امریکا له خوا په افغانستان کې د یوې پوځي اډې غوښتنه ده، چې طالبانو تر اوسه ورسره نه ده منلې.

د دې تر څنګ ویل کېږي د اوربند مسلې هم دا تړون له خنډ سره مخ کړی ځکه د افغان حکومت او امریکا ټینګار په اوربند دی، خو طالبان بیا د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار لر نه عمومي اوربند.

خو له دې سره سره اوس تازه طالبانو ویلي چې د روانې میاشتې تر پایه ښایي دواړه لوري هوکړه لاسلیک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي