۰

ملي امنیت لوګړ کې د طالبانو د ماین جوړولو مرکز له منځه وړی

پنجشنبه ۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۸
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.
ملي امنیت لوګړ کې د طالبانو د ماین جوړولو مرکز له منځه وړی
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز کشف او له منځه وړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند بابوس سیمه کې ځانګړي عملیات وکړل، چې پر مهال یې د طالبانو د ماین جوړولو دغه مرکز کشف او له منځه یووړ.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د قوماندان کریم په مشرۍ د طالبانو ډلې د افغان ځواکونو او ټولګټو پروژو د په نښه کولو لپاره ګڼ شمېر پرسونل صد او د لین سوز په یوه مرکز کې ځای پر ځای کړي و، چې د ملي امنیت له خوا له منځه یووړل شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي