۰

د پښتون زرغون ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر وژل شوی دی

یکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۹
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ د حج او اوقاف مدیر مولوي عبدالرحیم احمدي د ناپېژانده وسله والو کسانو په غلکچي برید کې وژل شوی دی.
د پښتون زرغون ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ د حج او اوقاف مدیر مولوي عبدالرحیم احمدي د ناپېژانده وسله والو کسانو په غلکچي برید کې وژل شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد جمهور خبري آژانس ته و ویل، دغه پېښه نن یکشنبې د مرغومي ۶ مه سهار مهال پښتون زرغون ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، ناپېژانده وسله والو کسانو په مولوي عبدالرحیم احمدي ډزې کړې، چې په لومړي سر کې ټپي و خو روغتون ته په رسېدو سره یې ساه ورکړه.

دی وایي، د پېښې عاملین له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو امنیتي ځواکونو ورپسې پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه یې هم لامل معلوم دی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي