۰

ننګرهار کې تاریخي آثار نیول شوي دي

پنجشنبه ۲۶ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۷
سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې لسګونه قلمه تاریخي او فرهنګي اثار له قاچاق کوونکو نیول شوي دي.
ننګرهار کې تاریخي آثار نیول شوي دي
سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې لسګونه قلمه تاریخي او فرهنګي اثار له قاچاق کوونکو نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ‏ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي امنیتي ځواکونو یې د ۴۱ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته ‌يې سپارلي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس قاري نور محمد حنيف په وینا په دې اثارو کې له زېړو، سپینو زرو او نورو فلزونو جوړې پخوانۍ ګاڼې، فلزي نیزې، له مريو جوړې غاړکۍ او نور بېلابېل اثار شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي