۰

د سولې وزارت: له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره پلاوی ټاکل شوی دی

دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۱
د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت وايي، له طالبانو سره د خبرو او مذاکراتو لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.
د سولې وزارت: له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره پلاوی ټاکل شوی دی
د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت وايي، له طالبانو سره د خبرو او مذاکراتو لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت چارواکي وایي، ټاکل شوی پلاوی ټول شموله دی او دغه پلاوی له سیاسیونو، مدنې ټولنې، د خلکو له استازو سره تر سلا مشوورو وروسته ټاکل شوی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې له طالبانو سره د دولت د خبرو پلاوی د سیاسي او ټولنیزې تنوع پر اساس رامنځ ته شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پلاوي په ټاکلو کې له ټولو سیاسیونو، مدني ټولنو، د خلکو له استازو او خپله خلکو څخه سلا مشورې اخستل شوې او وروسته ټاکل شوی دی.

که څه هم نوموړې د دغه پلاوی د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو ځینې سرچینې وايي، ښايي دا پلاوی د ۱۵ تر ۲۰ کسانو پورې وي او دوی له طالبانو سره یوازې د سولې په اړه خبرې کوي.

افغان حکومت ټینګار کوي تر چې طالبان د سولې بین الاافغاني خبرو ته چمتو شوي نه وي، دوی به هم دغه پلاوی پټ وساتي او افشا به یې نه کړي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، دوی د سولې لپاره د سیاسي اجماع د رامنځ ته کولو هڅې هم پیل کړې او په دې لړ کې یې له ګڼو سیاسیونو او ټولنې له بېلابېلو خلکو سره خبرې کړې تر څو د سولې په اړه یوه ملي اجماع رامنځ ته شي.

دغه راز مېرمن انوري و ویل، چې حکومت د دې تر څنګ د سولې په خبرو کې د خلکو د ګډون هڅې هم پیل کړې دي تر چې هېواد له تل پاتې سولې او ثباته برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راهیسې یو ځل بیا د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي او ویل کېږي دواړو لورو په لومړیو کې د تاوتریخوالي په کمولو هوکړې ته رسېدلي خو اوس یې پر همدې موضوع تر منځ اختلاف رامنځ ته شوی، چې له امله یې د سولې تړون لاسلیک هم ځنډېدلی دی.

امریکايي لوري له طالبانو د تاوتریخوالي کمولو په اړه وضاحت او د دغه څه د مودې د اوږدېدو غوښتنه یې کړې ده، خو طالبان وايي نور د امریکا له غوښتنو تر پوزې راغلي او یوازې وخت ضایع کوي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي