۰
سرچینې:

طالب استازي له خپلو مشرانو سره د تاوتریخوالي مودې پر غځولو سلا مشورې کوي

سی شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۹
د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وایي، دا مهال د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې درېدلې او دواړه لوري له خپلو مشرانو سره په سلا مشورو بوخت دي.
طالب استازي له خپلو مشرانو سره د تاوتریخوالي مودې پر غځولو سلا مشورې کوي
د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وایي، دا مهال د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې درېدلې او دواړه لوري له خپلو مشرانو سره په سلا مشورو بوخت دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي خلیلزاد د تېرې اوونۍ تر خبرو وروسته بروکسل ته تللی او د روانو مذاکراتو معلومات د ناټو له غړو هېوادونو سره شریکوي.

په ورته وخت کې ویل کېږي طالب استازي هم د خپلو مشرانو سره په دې سلا مشورو بوخت دي، چې د تاوتریخوالي کمولو موده وغخوي که نه.

د طالبانو او امریکا تر منځ په تېرو خبرو کې د تاوتریخوالي کمولو پر سر هوکړه شوې وه، خو وروسته امریکایي لوري له طالبانو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي کمولو موده وغځوي.

ویل کېږي طالبانو او امریکا په تېرو خبرو کې له ۷ تر ۱۰ ورخو پورې د تاوتریخوالي کمولو پر سر، چې په حقیقت کې غیر رسمی اوربند و هوکړه کړې، خو وروسته امریکايي لوري په دې اړه ترې وضاحت او د دغه مودې د غځولو غوښتنه کړې.

طالبانو د تېرې اوونۍ تر خبرو وروسته ویلي و، چې نور د امریکایي لوري له زیاتو غوښتنو مطرح کولو نه تر پوزې راغلي خو اوس ځینې سرچینې وايي، دوی له خپل مشرتابه سره په دې اړه سلا مشورې کوي.

پخواني طالب چارواکي مولوي عبدالشکور مطمین نن سه شنبې د سلواغې ۸ مه جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې امریکايي لوري له طالبانو د تاوتریخوالي کمولو د مودې اوږدولو غوښتنه کړې.

نوموړي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې قطر کې د طالبانو استازي د امریکا د همدې غوښتنې پر سر له خپل مشرتابه سره په سلا مشورو بوخت دي، چې د تاوتریخوالي کمولو موده وغځوي که نه.

دی وايي، ګمان کوي، چې د طالبانو مشرتابه په دې برخه کې هم شین څراغ ورکړی او تمه ده، چې دواړه لوري د سولې تړون له لاسلیک سره هممهاله پر اوربند او د امریکايي ځواکونو پر وتلو هم هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي و ویل«کله چې د سولې تړون لاسلیک شي، طالبان ښايي عمومي اوربند اعلان کړي.»

وړاندې تر دې بل پخواني طالب چارواکي سیداکبر آغا هم جمهور خبري آژانس ته تایید کړې وه، چې امریکایي لوري په دایمي ډول له طالبنو د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده، خو طالبانو د امریکایي لوري دغه غوښتنه د دې لپاره چې نورې غوښتنې ترې ونه کړي رد کړې دي.

بل خوا ویل کېږي، خلیلزاد هم له قطر څخه بروکسل ته تللی تر څو د سولې د تېرو مذاکراتو په اړه له ناټو سره خپل معلومات شریک او د هغوی ملاتړ تر لاسه کړي.

وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم له ولسمشر غني سره د لیدنې پر مهال ویلي و، که خلیلزاد له طالبانو سره کومې هوکړې ته ورسېږي، نو معلومات به یې له افغان حکومت سره شریک کړي.

خو له دې سره سره د افغان حکومت ټینګار پر دې دی، چې د تاوتریخوالي کمولو په سوله کې کوم مفهوم نه لري، طالبان باید عمومي اوربند وکړي او بین الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي