۰

امریکا او برېتانیا د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د ژر اعلان غوښتنه کړې

شنبی ۱۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۱
په افغانستان کې د امریکا او برېتانیا سفارتونو د افغان ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو د ژر تر ژره اعلانېدو غوښتنه کړې ده.
امریکا او برېتانیا د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د ژر اعلان غوښتنه کړې
په افغانستان کې د امریکا او برېتانیا سفارتونو د افغان ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو د ژر تر ژره اعلانېدو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د امریکا نوي شارژدافیر راسن ویلسن پرون جمعه په یوه تازه ټوېټ کې ویلي، ټاکنې لومړیتوب لري او خلک باید په اعلانېدونکو پایلو باور ولري.

نوموړي له نوماندانو او ټاکنیزو ډلو هم غوښتي، چې قانون ته درناوی وکړي او پرېږدي، چې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې هم اعلان شي.

په ورته وخت کابل کې د برېتانیا مرستیال سفیر ګلس لیور هم اندېښنه ښودلې، چې د څلورو میاشتو په تېرېدو د ټاکنو پایلو ځنډ د منلو نه دی او باید ژر تر ژره اعلان شي.

ګلس لیور هم ویلي، چې ټاکنیزې ډلې باید د سیاسي فشارونو څخه لاس واخلي او پرېږدي، چې ټاکنیز کمېسیونونه په خپلواکۍ چارې مخ ته یوسي تر څو پایلې ژر اعلان شي.

د یادونې ده، د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په ۶ مه ترسره شوې، چې لومړۍ پایلې یې د سلواغې لومړۍ نېټه اعلان او ولسمشر غني په کې د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په اخیستو مخکښ او بریالی اعلان شو.

اوس مهال د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو لپاره د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د شکایاتو پر څېړلو بوخت دی او معلومه نه ده، چې کله به پای ته ورسېږي او وروستۍ پایلې به اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي