۰

ولسمشرغني د ایران بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي دي

یکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۸
ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دی.
ولسمشرغني د ایران بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره لیدلي دي
ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وایي، دغه کتنه چې نن یکشنبې د سلواغې ۱۳ مه ارګ کې وشوه، د افغان حکومت ځینې نورو لوړ پوړو چارواکو هم برخه درلوده.

سرچینه وایي، دې لیدنه کې دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا، له ترهګرۍ سره پر مبارزۍ، افراطیت او نشه يي توکو سره پر مبارزې خبرې اترې کړې دي.

خبرپانه وایي، دغه راز دې ناسته کې د اقتصادي او سیمه ییزه همکاریو پر ټنګښت هم ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې په دې اړه به د لا زیاتو خبرو لپاره د افغان دولت یو پلاوی ایران ته سفر وکړي.

د یادونې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب او دغه راز اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره هم لیدلي او د افغانستان او سیمې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي