۰

سلام رحیمي له محمد حنیف اتمر او معصوم ستانکزي سره لیدلي

دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۷
د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د هېواد له سیاسي شخصیتونو سره د لیدنو په لړ کې د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حینف اتمر او د ملي امنیت مخکني رییس محمد معصوم ستانکزي سره کتلي دي.
سلام رحیمي له محمد حنیف اتمر او معصوم ستانکزي سره لیدلي
د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د هېواد له سیاسي شخصیتونو سره د لیدنو په لړ کې د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حینف اتمر او د ملي امنیت مخکني رییس محمد معصوم ستانکزي سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د دغه لیدونو موخه د سولې لپاره په کور د ننه د ملي اجماع رامنځ ته کول دي.
دغه وزارت په خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، چې ښاغلی رحیمي له تېرو څو اوونیو راهیسې د سولې لپاره د ملي اجماع رامنځ ته کولو په موخه له سیاسیونو او مشرانو سره د لیدنو کتو او خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړي د همدې لړۍ په ترڅ کې له محمد حنیف اتمر او معصوم ستانکزي سره هم کتلي او د سولې پر اړوند موضوعاتو یې ورسره مفصلې خبرې کړې دي.

دغه وزارت ټینګار کوي، چې د ملي اجماع د ټينګښت او پیاوړي کولو په موخه د نظرونو اخیستو لپاره له سیاسیونو سره د سولې په چارو کې د دولت د وزیر مشورتي لیدنې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم وړمه ورځ کابل ته د خپل سفر پر مهال له افغان مشرانو او سیاسیونو سره پر سوله خبرې کړې او ټینګار یې کړی، چې د بین الاافغاني مذاکراتو لپاره باید یو ټول شموله او ټولو ته د منلو وړ پلاوی وټاکي.

که څه هم خلیلزاد ویلي، چې د طالبانو سره وروستیو خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی خو دوی د اوربند او تاوتریخوالي کمولو مودې د غځولو په برخه کې د طالبانو ځواب ته منتظر دي او تمه لري، چې یوې پایلې ته سره ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي