۰

افغانستان هم د پاکستان سلکونه باروړونکي موټر درولي

سی شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
وروسته له هغې، چې پاکستاني حکومت له افغان سوداګرو او موټر چلوونکو د جواز غوښتنه کوله، او له همدې امله یې د هغوی سلګونه لارۍ درلوې، افغان حکومت هم په ورته عمل لاس پورې کړی دی.
افغانستان هم د پاکستان سلکونه باروړونکي موټر درولي
وروسته له هغې، چې پاکستاني حکومت له افغان سوداګرو او موټر چلوونکو د جواز غوښتنه کوله، او له همدې امله یې د هغوی سلګونه لارۍ درلوې، افغان حکومت هم په ورته عمل لاس پورې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ سوداګرو ویلي، افغان حکومت هم د تازه اقداماتو په لړ کې د دوی سلګونه باروړونکې موټر په تورخم دروازه کې د جواز نه لرلو له امله درولي دي.

پاکستاني سوداګر وايي، افغان حکومت له پاکستاني موټرو د تازه جوازونو او روډپاس غوښتنه کوي، چې له امله یې سلګونه موټر په تورخم کې درول شوي او اجازه نه ورکول کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکو هم د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې افغان حکومت دغه اقدام د پاکستان د حکومت له خوا د ورته اقدام په مقابل کې کړی دی.

د دوی په وینا تر دې وړاندې پاکستاني حکومت له افغان سوداګرو او موټر چلوونکو د جواز غوښتنه کوله چې اوس افغان حکومت هم ورته اقدام کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکي زیاتوي، افغان حکومت مخکې له مخکې پاکستاني موټرونو ته خبرداری ورکړی دی چې له جواز پرته افغانستان ته تګ راتګ نه شي کولی.

د یادونې ده، چې پاکستان په وار وار له افغان چارواکو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاو رامنځ ته کولو ژمنه او هوکړې کړې کړې، خو هر ځل یې نه یوازې عمل نه دی پرې کړی بلکې د افغان سوداګرو پر وړاندې یې لا نور ستونزې راټوکولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي