۰
حکمتیار:

سیاسیون باید یو موټی شي، که نه افغانستان د شوروي له وتلو وروسته حالت سره مخ کېږي

شنبی ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، که سیاسیون د سولې په تړاو سره یو موټی نه شي او له دغه حساس فرصت څخه سمه ګټه وانخلي، افغانستان د شوروي له وتلو وروسته حالت سره مخ کېدونکی دی.
سیاسیون باید یو موټی شي، که نه افغانستان د شوروي له وتلو وروسته حالت سره مخ کېږي
د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، که سیاسیون د سولې په تړاو سره یو موټی نه شي او له دغه حساس فرصت څخه سمه ګټه وانخلي، افغانستان د شوروي له وتلو وروسته حالت سره مخ کېدونکی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حکمتیار چې نن شنبې د سلواغې ۲۶ مه له افغانستان د شوروي ځواکونو د وتلو ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وینا کوله، ټینګار وکړ، چې افغانستان دا مهال په یوه حساس پړاو کې دی او سیاسیون باید د سولې له لاس ته راغلي فرصت څخه سمه ګټه واخلي او په هېواد کې د روانو جګړو لمن نوره ټوله کړي.

هغه زیاته کړه، چې دوی د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو، تړون او دغه راز له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دریځ هرکلی او ملاتړ کوي، ځکه په وینا یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د امریکا او افغانستان دواړو په ګټه دي.

نوموړي و ویل که څه هم تر اوسه د سولې په اړه د سیاسیونو تر منځ اجماع نشته خو خبرداری یې ورکړ، چې که سیاسیون په افغانستان کې د سولې موضوع په اړه سره یو موټی نه شي او له لاس ته راغلي فرصت څخه سمه ګټه وانخلي افغانستان د شوروي له وتلو وروسته حالت سره مخ کېدونکی دی.

حکمتیار د سولې په برخه کې پر حکومت هم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې تر اوسه یې دا نه ده معلومه کړې، چې له طالبانو سره د سولې په مذاکراتي ټیم کې څوک باید وي، چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

هغه وايي، د دولت جوړونکي، ثبات او همپانې، سولې او عدالت او دغه زار هغه کسانو چې پر حامد کرزي راټول دي یو ټیم جوړ شي تر څو سولې په اړه وروستۍ تصمیم ونیسي.

د ده په وینا دغه ټیم باید په لومړي سر کې ځینو ابتدايي مسایلو، لکه اوربند، د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د پخوانیو ترخو تجربو په نه تکرارولو سره سلا شي او وروسته له هغې په نورو مسایلو لکه د نظام څرنګوالی چې خبرې وکړې.

حکمتیار وايي، تمه لري او غواړي، چې ټول سیاسیون له دغه حساس او مهم فرصت څخه ګټه واخلي او د سولې په اړه یو موټي او هېواد نور له دغه روان بحران څخه راوباسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر حکومت دا غږ هم وکړو چې د نجیب د حکومت په څېر چې د ده په خبره د شوروي ځواکونو د نه وتلو ملاتړ یې کاوه، دغه تېروتنه تکرار نه کړي.

ګلبدین حکمتیار و ویل، چې د افغانستان خلک هم د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي او دغه امر باید تحقق پیدا کړي تر چې په افغانستان کې د جګړې لمن نور ټوله شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي