د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په حکومت کې داسې کړۍ فعالیت کوي چې د سولې لپاره خنډونه جوړوي او په خبره یې په فساد ککړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي نن دوشنبې د چنګاښ ۹ مه په یوه خبري غونډه وویل، حکومت په فساد کې ښکېل دی خو ښه به وي چې د هدفي وژنو او روانو جنایتونو مخه ونیسي.
حکمتیار زیاته کړه، چې د ولسمشر غني حکومت له دوی سره د سولې پر شوې هوکړه هېڅ راز عمل نه دی کړی او د دوی زرګونه کسان لا هم په زندانونو کې بندیان دي.
هغه د سولې په اړه هم وویل چې افغان چارواکي تر اوسه په خپلو کې سره مخالف دي، ناندرۍ یې روانې کړې دي، د پلاوي او بین الافغاني خبرو لپاره په تیاري نه دی بریالی شوی نو داسې ښکاري چې دوی د سولې لپاره اړین او پر وخت ګامونه نه دي اوچت کړي.
حکمتیار ټینګار وکړ، چې د دولت عالي شورا دې رامنځ ته شي او په هغه کې دې سیاسي څېرو او ګوندونو ته برخه ورکړل شي څو هېواد له اوسني وضعیت وژغوري.
جمهورخبري آژانس:کابل