۰

ولسمشرغني او د قزاقستان ولسمشر د همکاریو په پراختیا خبرې کړې

شنبی ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د قزاقستان ولسمشر جومارت توکایف د افغانستان او قزاقستان تر منځ په بېلا برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
ولسمشرغني او د قزاقستان ولسمشر  د همکاریو په پراختیا خبرې کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د قزاقستان ولسمشر جومارت توکایف د افغانستان او قزاقستان تر منځ په بېلا برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي غني نن شنبنې د سلواغې ۲۶ مه د مونیخ کنفرانس په څنډه کې سره لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا او په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د همکاریو په پراختیا خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي په دغه ناسته کې د سیمې د ځینو نورو مسایلو په اړه هم خبرې شوې او د قزاقستان ولسمشر ویلي دوی غواړي، چې د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی هم وټاکي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان، ثبات، پرمختګ او اقتصاد ورته مهم دی او په همدې خاطر د افغان سولې لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ او هرکلی کوي.

د قزاقستان ولسمشر د افغانستان له معارف او افغان محصلینو ته د بورسیو د ورکړې په برخه کې هم چمتوالی ښودلی ویلي، یې دي، چې افغانستان او قزاقستان په یوه سیمه کې موقعیت لري، نو ځکه ګډ او ډېر کار ته اړتیا لري.

هغه په ټینګار سره ویلي، چې د سیمې هېوادونه د هر هغه مثبت ګام ملاتړ او هرکلی کوي، چې پر مټ یې په افغانستان کې سوله، ثبات او امنیت ټینګېږي.

په ورته وخت کې ولسمشر ویلي، په تېرو څو کلونو کې د دواړو ېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې پنځه برابره زیاتولی راغلی او به دې برخه کې نور کار هم باید وشي.
 
ولسمشر غني زیاته کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې یو تړون لاسلی شي، چې پر مټ به یې د دواړو تر منځ اقتصادي اړیکې پراخې شي.
 
ښاغلي غني ویلي، افغان حکومت غواړي، چې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د صادراتو بلانس متوازن وي او زیاته یې کړه، چې قزاقستان د افغانستان د میوو او سبزیو لپاره یو ښه مارکېټ کېدای شي.

افغان ولسمشر د دواړو هېوادونو تر منځ په پایداره مشارکت ټینګار کړی ویلي، چې پانګونې فرصتونو ته په کتو تمه لري، چې سیمې هېوادونه د افغانستان د کانونو، تېلو او ګازو په برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړي.

ولسمشر غني دغه راز سیمه ییز اتصال ته په اشارې ویلي، چې د ټاپي او ټاپ پروژې د افغانستان لپاره خورا مهمې دي او مهم رول په کې لري.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني تر دې وړاندې اذربایجان له ولسمشر سره مهم کتلي او په ګڼو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي