د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، چې امریکا دې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وتلو طرحه هم د سولې په مسئله کې شامله کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي دغه څرګندونې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره چې اسلام آباد کې د افغان کډوالو په اړه جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون لپاره ورغلی و، لیدنه کې کړې دي.
قریشي زیاته کړې، چې له خلیلزاد سره یې د افغان سولې په اړه هم خبرې کړې او ترې غوښتي یې دي، چې د افغان کډوالو د وتلو طرحه د سولې په مسئله کې شریکه کړي.
بل خوا خلیلزاد پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
عمران خان ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ او هڅه کوي، چې دغه پروسه مثبتې پایلې ولري او افغانستان کې سوله او ثبات تامین شي.
خلیلزاد د پاکستان له همکاریو مننه کړې ده او د سولې لپاره د لا ډېرو هڅو په ترسره کولو یې ټینګار کړی دی.
هغه ویلي، چې د افغانستان او پاکستان خاورې باید یو د بل پر ضد ونه کارول شي، بلکې پرعکس دوړاړه هېوادونه په سیمه کې د پرمختګ لپاره پخپلو کې ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته اړتیا لري، نه دا چې خاورې یې یو د بل پر ضد وکارول شي.
خلیلزاد دا هم زیاته کړې، چې له طالبانو سره د سولې مسله د سولې د هوکړې لاسلیک ته رسېدلې او تمه ده، چې ژر تر ژره د دغه هوکړې لاسلیک د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو د پیل سبب شي.
جمهورخبري آژانس:کابل