۰

ولسمشر غني د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدلي دي

چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۳
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولانډ کوبیا سره کتلي او پر یو لړ مضوعاتو یې خبرې ورسره کړې دي.
ولسمشر غني د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدلي دي
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولانډ کوبیا سره کتلي او پر یو لړ مضوعاتو یې خبرې ورسره کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه نن چهارشنبې د کب ۷ مه له غرمې مخکې شوې او دواړو لورو د سولې پروسې په اړه هم خبرې کړې دي.

د ارګ خبرپاڼه د رولانډ کوبیا له قوله وایي، دی له دې پیغام سره راغلي، چې د دوی د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي کوبیا ویلي دا د افغانستان د خلکو او ازادیو، ولسواکۍ، د قانون د حاکمیت او د حکومت د ملاتړ او پیاوړتیا په مانا ده.

نوموړي زیاته کړې، اروپايي ټولنه د همدې لپاره د افغانستان د دولت او خلکو ملاتړ کوي، ترڅنګ یې ولاړ دي او همکاري به یې ورسره ادامه ولري.

هغه د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره د ولسمشرغني له برنامو د ملاتړ تر څنګ د افغانستان له ټولو سیاسیونو غوښتي، چې د سولې پروسې د بریالي ترسره کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.

په ورته وخت کې ولسمشر له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د همکاریو له رولانډ کوبیا څخه یې د اروپایي ټولنې د همکاریو د دوام د ژمنې تازه کولو مننه کړې ده.

ښاغلي غني ویلي« سوله زموږ د خلکو مهمه غوښتنه او د دولت لومړیتوب او مسوولیت دی او د دې لپاره مو ملي اجماع رامنځته کړې ده.»

ولسمشر وایي، د سولې ملي پروسه ټولو افغانانو پورې اړه لري او د سولې پروسې د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه یې له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې کړې دي.

ښاغلي غني ټینګار کړي، چې افغان حکومت له یادو فرصتونو څخه د اعظمي استفادې او د خطرونو د ښه مدیریت لپاره پوره چمتووالی لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي