۰

طالبان او افغان حکومت د یو بل شپږ زره بندیان خوشي کوي

پنجشنبه ۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۹
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سولې هوکړه د راتلونکې شنبې په ورځ لاسلیک کېږي او په دې برخه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
طالبان او افغان حکومت د یو بل شپږ زره بندیان خوشي کوي
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سولې هوکړه د راتلونکې شنبې په ورځ لاسلیک کېږي او په دې برخه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین ویلي د هوکړې له لاسلیک وروسته به افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبان به د حکومت زر کسه بندیان خوشي کوي.

د هغه په وینا دغه کار د بین الاافغاني خبرو لپاره د باور رامنځ ته کولو په موخه کېږي او له هغې وروسته به بین الاافغاني خبرې هم پیلېږي.

شاهین دا هم ویلي، چې د سولې هوکړه به قطر کې لاسلیک شي او په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د ۲۷ هېوادونو استازي وربلل شوي دي.

د امریکا له لوري تر اوسه دا نه دي ویل شوي، چې د سولې تړون به کوم چارواکي لاسلیکوي، خو طالبانو ویلي د دوی له لوري ملا عبدالغني برارد ورته ټاکل شوی دی.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي و، چې دوی ته په دغه مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او ډېر ژر به ورشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي