سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو غزني ولایت کې ۲۹ تنه مسافر د طالبانو له برمته کېدو ژغورلي دي.
د غزني د والي د مطبوعاتي دفتر عملیاتي مسوول عظیمي نن شنبې د کب ۱۰ مه
جمهور خبري آژانس ته و ویل، طالبانو د کابل- کندهار پر لویه لار ۲۹ تنه مسافر برمته کړي و او غوښتل یې نامعلوم ځای ته یې ولېږدوي.
خو په وینا یې امنیتي ځواکونو چټک اقدام وکړ او دغه کسان یې د وسله والو طالبانو له برمته کېدو ژغورلي دي.
دی وایي، دغه پېښه پرون د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې او ژغورل شوي کسان هم د مقر ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي.
د هغه په خبره د یادو مسافرو د ژغورولو پر مهال د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ لنډه نښته هم شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
بل خوا نوموړي دا هم و ویل، چې طالبانو تېره شپه د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې دوه تنه د دولت سره د همکارۍ په تور له ځان سره بېولي دي.
نوموړي و ویل، چې د دغه کسانو څخه یوه تن د لارې په اوږدو کې له طالبانو تېښته کړې خو د بل کس برخلیک تر اوسه معلوم نه دي.
دا پېښه په غزني کې پر داسې مهال رامنځ ته کېږي، چې له یوې خوا د اورکم اوونۍ پای ته رسېدونکې ده او له بلې خوا ټاکل شوې نن د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني