۰
ملګري ملتونه:

ټول ښکېل اړخونه باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتیني ګامونه واخلي

یکشنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۳
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشر تدامیچي یاماموتو پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کړي، چې نور د جګړې د پای ته رسېدو لپاره رښتیني ګامونه پورته کړي.
ټول ښکېل اړخونه باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتیني ګامونه واخلي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشر تدامیچي یاماموتو پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کړي، چې نور د جګړې د پای ته رسېدو لپاره رښتیني ګامونه پورته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي په افغانستان کې د اورکم اوونۍ بریالۍ بللې، تمه یې ښودلې، چې دغه څه به بین الاافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو پر غځولو په ټینګار سره ویلي چې په دې اړه هڅې باید دوه چنده شي او ښکېل اړخونه باید اوس د جګړې د پای ته رسېدو لپاره کلک او رښتیني ګامونه پورته کړي.

نوموړي ویلي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د یو ټول شموله بهیر چې ښځې، لږکي او ځوانان پکې برخه ولري، د ټولو خلکو بشري حقونو ته درناوی وشي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې سبب شي ملاتړ کوي.

د یادونې ده، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه پرون شنبې د کب ۱۰ مه قطر کې لاسلیک شوه، چې د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې، هند، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له خوا یې هرکلی وشو.

د دغه تړون پر بنسټ په ۱۴ میاشتو کې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، افغان حکومت او طالبان به یو د بل ۶ زره جنګیالي خوشي کوي او په لسو ورځو کې به بین الاافغاني خبرې پیلېږي.

د دغه تړون سره سم د طالبانو مشر ملا هبته الله اخندزاده په یوه اعلامیه کې عمومي عفوه اعلان کړې او ویلي یې دي، هغه هغه څوک چې تر اوسه د اسلامي امارت په مخالفت کې ولاړ و، د دوی له خوا ورته عفوه ده، او په راتلونکې کې، د اخوت وروولی او ښه ژوند هیله لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي