۰
مشاهد حسین:

د پاکستان دا پلان و، چې افغانستان یې پنځمه صوبه وي، خو اوس ترې لاس په سر شوی

چهارشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۶
د پاکستان یو سناتور مشاهد حسین وايي، د افغانستان په اړه د پاکستان واضح پلان دا وو چې دغه هېواد یې پنځمه صوبه وي.
د پاکستان دا پلان و، چې افغانستان یې پنځمه صوبه وي، خو اوس ترې لاس په سر شوی
د پاکستان یو سناتور مشاهد حسین وايي، د افغانستان په اړه د پاکستان واضح پلان دا وو چې دغه هېواد یې پنځمه صوبه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې حسین دغه څرګندونې له جیو نیوز سره په خبرو کې کړې او په ټینګار سره یې ویلي، یو وخت د پاکستان واضح پلان و چې افغانستان باید زموږ پنځمه صوبه وي.

نوموړي زیاته کړې، د ضیاالحق د حکومت پر مهال پر دې بحثونه کېدل چې د پاکستان په خزانه کې د پنځمې صوبې لپاره بودیجه ځانګړې شي، خو اوس پاکستانی حکومت دې ته تیار دی چې افغانستان ته د یوه مستقل هېواد په سترګه وګوری.

دغه پاکستانۍ سناتور وايي، اوس پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د یوه ښه ګاونډي په سترګه ورته ګوري.

مشاهد حسین ټینګار کوي چې پاکستان اوس په افغانستان کې د لاسپوڅي حکومت له جوړولو لاس په سر شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي