۰
ولسمشر غني:

د کب تر ۲۰ مې به د طالبانو سره د خبرو پلاوی وټاکو، د مصالحې شورا جوړوم

شنبی ۱۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۳
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچي پلاوی به د روانې کب میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې وټاکي او دغه راز به د سولې د مصالحې شورا به جوړه کړي.
د کب تر ۲۰ مې به د طالبانو سره د خبرو پلاوی وټاکو، د مصالحې شورا جوړوم
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچي پلاوی به د روانې کب میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې وټاکي او دغه راز به د سولې د مصالحې شورا به جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني، چې نن شنبې د کب ۱۷ مه د ملي شورا د دوهم کال د ۱۷ مې دورې په پرانست غونډه کې وینا کوله یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغان دولت سولې ته ژمن دی خو داسې سوله، چې تل پاتې، باعزته او د افغانستان د ټول ولس ګټې په کې نغښتې وي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان دا مهال په یوه حساسه مرحله کې قرار لري، د سولې فرصتونه رامنځ ته شوي، خو په وینا یې له دغه فرصتونو باید په تدبیر مدیریت وکړي، له ګواښونو ځان خبر کړي او د یوه بلې جګړې د رامنځ ته کېدو څخه مخنیوی وکړي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې که له دغه فرصتونو په سمه توګه ګټه واخستل شي، خطرونه وسنجول شي، ملي یووالي نور هم ټینګ شي نو انشاالله چې دغه ۴۰ کلنه جګړه پای ته رسېدونکې ده.

ولسمشر زیاته کړه، دا چې افغان دولت غواړي د سولې په برخه کې په پوره تدبیر سره مخ ته ولاړ شي، نو دا دې له سولې سره د افغان دولت په مخالفت نه تلقي کېږي، ځکه دا د دولت او ولس حق دی دي، چې له خپل اساسي قانون څخه دفاع وکړي او د یوې بلې جګړې د رامنځ ته کېدو څخه مخینوی وکړي.

ده و ویل، چې د سولې په اړه او د سولې د مرکچي پلاوي په اړه سلا مشورې روانې دي او افغان حکومت ژمن دی، چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني.

د هغه په وینا د سولې له هر ګام خبرو به ولس او د افغانستان ملي شورا خبروي او په پای کې به د سولې په اړه هره پرېکړه د تصویب لپاره ملي شورا او یا هم لویې جرګې ته وړاندې کوي.

ښاغلي غني د ولسي جرګې غړو ته ډاډ ورکړ، چې د کب تر ۲۰ پورې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې د طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره داسې یو پلاوی وټاکي، چې وکولی شي، د افغانستان له اساسي قانون، ارزښتونو، ملکي ګټو او د خپلو خلکو له حقونو څخه دفاع وکړي.

هغه و ویل«موږ به د موثریت، مشارکت، صلاحیت او معیارونو په پام کې نیولو سره د کب تر ۲۰ مې پورې مرکچي پلاوی وټاکو.»

دغه راز ولسمشر په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې د سولې پروسې د پرمخ وړلو لپاره به د مصالحې عالي شورا هم جوړه کړي او په همدې موخه یې له ولسي جرګې او مشرانو جرګې وغوښتل، چې خپل ۷ تنه غړي تر سبا پورې وروپېژني.

ولسمشر و ویل«زه له مشرانو جرګې غواړم، چې خپل دوه غړي، چې یو نارینه او بل ښځینه وي او دغه راز له ولسي جرګې پنځه تنه چې دوه یې ښځینه او درې یې نارینه وي تر سبا پورې د مصالحې د عالي شورا د جوړېدو لپاره رامعرفي کړي.»

ښاغلي غني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغان دولت له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره بې قید و شرط چمتو دی او د هغه راز د هغه هوکړې هم هرکلی کوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په کې د اروکم (اوربند ته د رسېدو،) او بین الافغاني خبرو د پیل ذکر په کې شوی دی.

ولسمشر زیاته کړه، چې د افغانستان اوسنی نسل د ۴۰ او یا ۲۰ کاله وړاندې نسل نه دی، بلکې یو ژوندی، پوه او ژمن نسل دی، چې غواړي نور یې هېواد پرمختګ وکړي او دغه ۴۰ کلنه جګړه یې هېواد کې پای ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي