۰

کابلوف: که افغانستان وغواړي کولی شو خپل سرتېري ور ولېږو

یکشنبه ۱۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۷
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي، که افغان چاروکي وغواړي، روسیه کولی شي خپل سرتېري دغه هېواد ته ور ولېږي.
کابلوف: که افغانستان وغواړي کولی شو خپل سرتېري ور ولېږو
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف ویلي، که افغان چاروکي وغواړي، روسیه کولی شي خپل سرتېري دغه هېواد ته ور ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر راپورونه وايي، کابلوف دغه څرګندونې د مارچ په درېیمه نېټه د روسیې د فدرالي خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

کابلوف په خپلو خبرو کې ویلي، که د افغانستان چارواکي له روسيې څخه غوښتنه وکړي، نو روسيه کولای سي چي افغانستان ته خپل عسکر د ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر ولېږدوي.

خو په وینا یې لومړی بايد د بين الافغاني خبرو اترو نتيجې او د يو داسي پراخ بنسټه ائتلافي حکومت جوړېدو ته انتظار وسي چي د ټولو افغانانو استازی وي.

نوموړي زیاته کړې«د ترهګرۍ ضد مبارزې او د افغانستان سره د نظامي مرستي په ترڅ کي موږ دې ته انتظار کوو چي په کابل کي يو نورمال حکومت وي چي موږ ورسره د نظامي مرستي موضوع مطرح کړای شو.

د روسیې ځانګړي استازي ویلي، دوی پخوا هم ورته وړانديز مطرح کړی ؤ خو په وينا يې سمه ارزونه نه وه شوې.

هغه زياته کړې: «موږ يو ځل د مرستي وړانديز کړی ؤ چي يا خو امريکايانو او يا خو افغانانو د بيلو شرطونو سره مشروط کړی وو.»

دی وايي، که له روسيې په دې اړه هيله وشي نو مرستې ته چمتو ده، خو به وینا یې دا ډول ممکنه مرستې شرايط به روسي مشرتابه تعریفوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي