۰

واشنګټن ایکزماینر: امریکا له افغانستان د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه کوي

چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۲
واشنګټن ایکزماینر نشریه په یوه مقاله کې لیکې امریکا له افغانستان د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه کوي او حضور یې دومره ژر نه ختمېږي.
واشنګټن ایکزماینر: امریکا له افغانستان د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه کوي
واشنګټن ایکزماینر نشریه په یوه مقاله کې لیکې امریکا له افغانستان د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه کوي او حضور یې دومره ژر نه ختمېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو او همدا راز سولې په اړه د امریکایي چارواکو له څرګندونو ښکاري چې دلته هر څه دومره ژر نه ختمېږي.

په مقاله کې لیکل شوي، امریکا په افغانستان کې جګړه نه ګټلې او نه یې هم ختمه کړې ده خو د سرتېرو د ایستلو خبره کوي.

نشریه وايي سره له دې چې په ورو ورو د سرتېرو د وتلو خبرونه خپرېږي خو تر څنګ یې داسې راپورونه هم شته چې د ستونزې پر مهال به امریکا په چټکه بېرته راګرځي.

د سرچینې په باور له دې ښکاري چې امریکا دلته روانه جګړه نه ده ختمه کړې او نه هم له دغه هېواد د وتلو لپاره بېړه لري.

نشریه کې لیکل شوي امریکا په دغه ډول اقداماتو په سیمه کې کشمکشونه نور هم ډېروي، ځکه جګړه یې ختمه کړې نه ده او د سرتېرو د ایستلو یا راګرځولو په اړه ضد او نقیضې څرګندونې کوي.

یاده نشره دا مقاله پر داسې مهال خپرېږي، چې ویل کېږي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې ده.

امریکا له طالبانو سره هوکړه کړې، چې تر ۱۳۵ ورځو پورې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راټیټ کړي او په ۱۴ میاشتو کې به ټول ځواکونه وباسي.

خو د امریکا ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې که طالبان بیا تاوتریخوالي ته مخه وکړي او سوله ونه کړي نو امریکا به په بېرته افغانستان ته وګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي