۰
واشنګټن ایکزماینر:

پاکستان باید اړ ایستل شي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي

پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۶
واشنګټن ایکزماینر په یوه اوږده مقاله کې لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ستره کمزوري دا ده چې ایران د لبنان له حزب الله په ملاتړ تورنوي او بندیزونه ورباندې وضع کوي، خو پاکستان دې ته نه اړباسي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.
پاکستان باید اړ ایستل شي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي
واشنګټن ایکزماینر په یوه اوږده مقاله کې لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ستره کمزوري دا ده چې ایران د لبنان له حزب الله په ملاتړ تورنوي او بندیزونه ورباندې وضع کوي، خو پاکستان دې ته نه اړباسي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریه لیکي پاکستان ځان د ترهګرو قرباني بولي، خو په اصل کې د ترهګرو ستر ملاتړی دی.

د سرچینې په حواله پاکستان یوازې د هغو وسله والو پر ضد جګړه کړې چې د ازادۍ په لټه کې دي او د پاکستاني حکومت پر وړاندې اقدامات کوي.

په مطلب کې وړاندې راځي د پاکستان حکومت او استخبارات د طالبانو په اړه هر اړخیز معلومات لري، د دوی مشران، مرکزونه او پټنځایونه ورته معلوم دي او لا یې هم ملاتړ کوي.

واشنګټن ایکزماینر لیکي د یوه هېواد له ملاتړ پرته ترهګرې ډلې ان څو میاشتې هم دوام نه شي کولی.

سرچینې پر امریکا غږ کړی چې په پوره قوت پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو له ملاتړه را وګرځوي.

د مطلب په پای کې راځي دا بیخي سمه خبره ده چې د افغانستان د سولې لار تر کندوز او کندهار ډېره له اسلام اباد، کوټې او میرانشا تېرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزارت هم کانګرس ته په درې میاشتني راپور کې ویلي، چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د دوام لپاره د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړی دي.

په راپور کې د دفاع د استخباراتي ادارې (DIA) د راپورونو پر اساس ویل شوي«پاکستان په خپله غېږ کې د طالبانو او د هغو د ملاتړو ډلو، لکه حقاني شبکې پالنې ته دوام ورکړی. دا ډلې د افغانستان پر ګټو د حملو توان لري.»

په دې راپور کې، چې د مې میاشتې په نولسمه خپور شو، یادونه شوې چې اسلام اباد افغان طالبان هڅولي چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي خو له داسې اقدامه یې ډډه کړې چې له کبله یې له دې ډلې سره اړیکې خرابې شي او یا دا ډله له نور تاوتریخوالي راوګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي