۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د کرونا له ويري قرنطین شوی

چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۲
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چین ته تر سفر وروسته قرنطین شوی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د کرونا له ويري قرنطین شوی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چین ته تر سفر وروسته قرنطین شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ رسنۍ وايي، قریشي او د دغه هېواد ولسمشر عارف علوي د تېرې دوشبنې په ورځ چین ته تللي وو.

په راپورونو کې ویل شوي، کله چې دوی له چین څخه بېرته پاکستان ته راګرځېدلي نو قریشي قرنطین شوی دی او ښایي له یوې تر پنځو اوونیو پورې په دغه وضعیت کې وي.

قریشي په دې اړه رسنیو ته ویلي، ښایي تر راتلونکو پنځو ورځو پورې متخصص ډاکټران د نوموړي طبي ازمایښتونه واخلي او له دې قرنطین څخه موخه احتیاط دی.

د یادونې ده، چې د پاکستان یو دولتي پلاوی څو ورځې وړاندې د کرونا ویروس مخنیوي او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ په همدې اړه د همکاریو د پراختیا لپاره چین ته تللی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال د کرونا له وېرې قرنطین کېږي، چې د وروستیو راپورونو له مخې په پاکستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۷ ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي