۰

افغانستان کې د ناټو ۴ سرتېري هم په کرونا ویروس اخته شوي دي

چهارشنبه ۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۰
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وایي، د دوی څلور سرتېري هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.
افغانستان کې د ناټو ۴ سرتېري هم په کرونا ویروس اخته شوي دي
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وایي، د دوی څلور سرتېري هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادو سرتېرو هویت او هېواد نه دی ښودل شوی خو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي، دا کسان یا تازه د کار لپاره او یا هم خپلو هېوادونو ته له رخصتیو وروسته افغانستان ته تللي دي.

دغه ماموریت پرون سه شنبې د وري ۵ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا کسان اوس قرنطین شوي او له نورو جلا کړل شوي دي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، ټول امکانات یې برابره کړي، چې خپل کارکوونکي معاینه کړي او څار لاندې یې وستاي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې تر دې دمه ۳۸ کسان چې زکام ته ورته ناورغي او علایم لري له نورو جلا کړي او اوس تر درملنې لاندې دي.

اعلامیه وایي‌ چې د دغه ماموریت شاوخوا ۱۵۰۰ سرتېري او ملکي کارکوونکي د معاینې په خونې کې ساتل کیږي چې ډاډ ترلاسه شي په کروناویروس اخته نه دي.

د یادونې ده، چې دا په افغانستان کې لومړني بهرني سرتېري دي، چې په کرونا ویروس اخته کېږي.

په افغانستان کې تر دا مهال تر ۷۴ پورې افغانان هم په کرونا اخته شوي، چې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۲ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ګواښ کړی دی که خلک د ډاکټرانو لارښوونو ته جدي پام ونکړي، ښايي ۱۶ میلیون افغانان د کرونا په ویروس اخته شي او ۱۱۰زره یې مړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي