۰

د کرونا له وېرې کابل کې د اسعارو د تبادلې لوی مرکز تړل کېږي

چهارشنبه ۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۰
په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره سم ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو ستر مرکز هم وتړل شي.
د کرونا له وېرې کابل کې د اسعارو د تبادلې لوی مرکز تړل کېږي
په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره سم ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو ستر مرکز هم وتړل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې مسوولین وایي، دوی به له سبا ورځې څخه وروسته هېڅ صراف ته په دغه سرای کې د کار اجازه ورنه کړي.

د صرافانو ټولنې مسوولین زیاتوي، چې د شنبې په ورځ به دا سرای د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د یو څه مودې لپاره وتړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت سره له نن ورځې په هرات، فراه او نیمروز په مرکزونو کې ګرځبندیز ولګاوه.

د یادونې ده چې په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۵ تنو ته رسېدلی او دوه تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی، که له جدي احتیاط څخه کار ونخستل شي، ښايي د هېواد له ۳۰ میلیونه نفوس څخه ۱۶ میلیونه په دغه ویروس اخته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي