۰

افغان دولت له طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچي پلاوی وټاکه

پنجشنبه ۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۰
افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو د پرمخ وړلو لپاره یو ۲۰ کسیزه مرکچي پلاوی وټاکه.
افغان دولت له طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچي پلاوی وټاکه
افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو د پرمخ وړلو لپاره یو ۲۰ کسیزه مرکچي پلاوی وټاکه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټیم د دولت، سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو، او مېرمنو څخه جوړ شوی، چې مشري یې د ملي امنیت پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی کوي.

په ټیم کې زکیه وردک، ډاکتر شهلا فرید، محمد ناطقي، محمد حفیظ منصور، نادر نادري، عبدالمتین بیک، عنایت الله بلیغ، امین کریم، حبیبه سرابي، زینب موحد، ضراراحمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، شریفه زرمتي وردګ، جنرال ایوب انصاري، باتور دوستم، ډاکتر رسول طالب، کلیم الله نقیبي، خالد نور، ډاکتر امین احمدي شامل دي.

د امریکا او طالبانو د کړې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه، تر دغه تړون لس ورځې وروسته بین الاافغاني خبرې د ۱۳۹۸ کال د کب په ۲۰ مه پیل شي خو لا هم نه دي پیل شوې.

دا لېست په داسې حال کې خپرېږي، چې پرون د افغان دولت د تماس ډلې د دوهم ځل لپاره له طالب استازو سره د ویډيويي کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

دواړو لورو په دې ناسته کې پرېکړه کړې، چې د زندانیانو تبادله به د روانې میلادي مارچ میاشت په ۳۱ مه عمل پیلېږي.

د دغه زندانیانو د خلاصون لپاره به د طالبانو یو تخنیکي پلاوی هم بګرام زندان ته راځي، تر څو د پنځه زره بندیانو په تایید، شناخت او خوشي کولو کې مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي