۰

طالبانو د حکومت له اعلان کړي پلاوی سره مخالفت وښود

یکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۶
وسله والو طالبانو د افغان حکومت له لوري د بین الاافغاني مذاکراتو لپاره د اعلان شوي پلاوی له نوملړ سره مخالفت وښود.
طالبانو د حکومت له اعلان کړي پلاوی سره مخالفت وښود
وسله والو طالبانو د افغان حکومت له لوري د بین الاافغاني مذاکراتو لپاره د اعلان شوي پلاوی له نوملړ سره مخالفت وښود.

د جمهور آزانس د خبر له مخې طالبانو پرون شنبې د وري ۹ مه په یوه اعلامیه کې دوي دغه پلاوی د دوی د دریځ او له امریکا سره د طالبانو د لاسلیک کړې هوکړې خلاف دی.

طالبانو په اعلامیه کې ویلي، چې دوی له ټولو افغاني اړخونو سره خبرو ته چمتو دي، خو په وینا یې اعلان شوی لېست ټول شموله نه دی او د ټولو اړخونو استازیتوب نه شي کولی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دغه اعلامیه کې زیاته کړې د دوی دریځ دا و، چې افغان حکومت د یوه جهت په توګه د افغاني لوریو په ګډ پلاوی کې ګډون کولی شي.

خو په وینا یې اوسنی پلاوی چې د حکومت له خوا اعلان شوی د طالبانو له اصولي دریځ سره په تکر کې دي.

طالبانو په دغه اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار کړي، چې دوی به له هغه مذاکراتي ټیم سره خبرو ته حاضر شي، چې د وضع شویو معیارونو په اساس تشکیل شوی وو.

طالبان پر داسې مهال د حکومت له خوا د اعلان شوي پلاوی سره مخالفت ښي، چې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي دغه پلاوی ټول شموله بللی او هرکلی یې کړی دی.

هغه ویلي«د اسلامي جمهوریت پلاوی د ولس د رښتینې انځور او د ښځو د رغنده ونډې څرګندويي کوي، دغه اجماع یو بامفهومه ګام دي، چې ټولې خواوې د بین الاافغاني مذاکراتو لور ته ډېر نېږدې کوي.»

په ورته وخت په کابل کې د امریکا سفارت، ناټو او اروپايي ټولنې هم د افغان حکومت له لوري اعلان کړی پلاوی د سولې پر لور د یوه مثبت ګام اخیستلو لپاره مهم ګڼې دی.

د یادونې ده، چې افغان حکومت د تېرې جمعې په ورځ له طالبانو سره د مذاکراه کوونکي ۲۱ کسیزه پلاوی نوملړ اعلان کړ، چې مشري یې د ملي امنیت د پخواني رییس معصوم ستانکزي پر غاړه ده.

په دغه پلاوی کې فاطمه ګیلاني، عبدالمتین بیک، فوزیه کوفي، ضرار احمد مقبل، عبدالهادي ارغندیوال، محمد روسول، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، محمد حفیظ منصور، غلام فاروق مجروح، مولوي عنایت الله بلیغ،باتور دوستم،کلیم الله نقیبي، محمد ناطقي، جنرال ایوب انصاري، شهلا فرید، شریفه زرمتي، خالد نور او ډاکټر امین احمدي شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي