۰

پاکستان افغان سوداګرو ته د درملو او خوراکي توکو د لېږد اجازه ورکړه

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۳
پاکستان وايي، افغان سوداګرو ته اجازه ورکوي، چې درمل او خوراکي توکي خپل هېواد ته وارد کړي.
پاکستان افغان سوداګرو ته د درملو او خوراکي توکو د لېږد اجازه ورکړه
پاکستان وايي، افغان سوداګرو ته اجازه ورکوي، چې درمل او خوراکي توکي خپل هېواد ته وارد کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني چارواکو له افغان سفارت سره ژمنه کړې ده چې په تورخم او سپین بولدک کې به د درملو او خوراکي توکو کاروانونو ته اجازه ورکوي.

په پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل وایي پاکستان د کرونا له وېرې خپلې لارې تړلې دي خو اوس یې تازه دا هوکړه له افغان لوري سره کړې ده چې د خوراکي توکو او درملو کاروانونو ته به د تېرېدو اجازه ورکوي.

پاکستان پر داسې مهال افغان سوداګرو ته د درملو او خوراکي توکو د لېږد اجازه ورکوي، چې افغان سوداګر وايي تر اته زره پورې په توکو بار کانټينر یې پاکستاني حکومت درولي دي او د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

دوی وایي چې د هرې ورځې په تېرېدو لسګونه زره ډالر زیانمنېږي.

د یادونې ده، چې پاکستان یو ځل د ۹ ورځو لپاره له افغانستان سره خپل بندرونه تړلي و او وروسته یې دغه لړۍ د دوه اونیو لپاره نوره هم اوږده کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي