په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د دوی دفتر مشر ملا عبدالغني برارد د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه لیدنه پرون دوشنبې د وري ۲۵ مه مازیګر شوې ده، چې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر او د صدراعظم د مرستیال هم په کې و.
د هغه په وینا په دې لیدنه کې ملا برارد له خلیلزاد او مېلر سره د امریکا او طالبانو له موافقې د سرغړونې په څېر پر ځینو مسایلو خبرې وکړې.
نوموړې ویلي، په دې کتنه کې د موافقې د بشپړ تطبیق ترڅنګ له دې موافقې د سرغړونو پر موضوع، د بندیانو د خوشې کېدو پر ځنډ او حللارو خبرې وشوې.
که څه هم خلیلزاد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې وه، چې خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې په وړاندې پر موجودو چلنجونو د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.
د یادونې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په خپلو کې د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې یوه موافقه لاسلیک کړه.
د دې موافقې له مخې به افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان او طالبان به په بدل کې د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کوي.
تر اوسه پورې افغان حکومت د طالبانو ۳۶۰ تنه بندیان خوشي کړي، خو طالبانو یوازې ۲۰ تنه بندیان وړمه ورځ په کندهار کې خوشي کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل