۰
امریکايي شنوونکي:

د امریکا او طالبانو هوکړه به په سویلي اسیا کې تیاره خوره کړي

سی شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۳
یو شمېر امریکایي شنوونکي په دې باور دي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ کړې هوکړې یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعده شبکې فعالېدو ته زمینه برابره کړې ده.
د امریکا او طالبانو هوکړه به په سویلي اسیا کې تیاره خوره کړي
یو شمېر امریکایي شنوونکي په دې باور دي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ کړې هوکړې یو ځل بیا په افغانستان کې د القاعده شبکې فعالېدو ته زمینه برابره کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا په نوم د څېړنیز مرکز غړی بروس هافمن خبرداری ورکړی چې د طالبانو او امریکا هوکړه به په سویلي اسیا کې تیاره خوره کړي.

نوموړي د امریکا غږ انګلیسي څانګې سره په مرکه کې ویلي، دغه تړون سویلي اسیا د تاریکۍ پر رول روانه کړې ده او ورسره به القاعده ډله بېرته په سیمه او افغانستان کې وده وکړي.

ښاغلی هافمن د سولې په پروسه کې د طالبانو په ژمنو شکمن دی او وايي، طالبان د امریکا له دې غوښتنې د ځان په ګټه استفاده کوي چې وايي، افغانستان کې جګړه ختمول غواړي او خپل سرتېري باسي.

نوموړي په افغانستان کې د داعش د خراسان مشر اسلم فاروقي نیونه مهمه بللې خو وايي، متاسفانه داعش، القاعده او طالبان په جګړه کې د خپلو مشرانو بایللو ته چمتو دي او ځایناستې برنامې هم ورته لري.

د یادونې ده، د امریکا او طالبانو د تړون یوه نیمه میاشت پوره کېدونکې ده چې له مخې یې طالبانو پر امریکایانو یو برید هم نه دی کړی خو پر افغان ځواکونو یې تر دې دمه له ۲ زرو څخه زیات بریدونه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي