۰

ایران، روسیې، ترکیې او قطر په افغان سوله خبرې کړې دي

سی شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۹
د ایران، روسیې، ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر سوله او روان سیاسي کړکېچ خبرې اترې کړې دي.
ایران، روسیې، ترکیې او قطر په افغان سوله خبرې  کړې دي
د ایران، روسیې، ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر سوله او روان سیاسي کړکېچ خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه ورځ کې د روسیې، ترکیې او قطر له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان اړه تلېفوني خبرې کړې.

جواد ظریف په تلیفیوني تماسونو کې له درې واړو هېوادونو سره د افغانستان په سیاسي بحران کې پرمختګونو او د سولې په تړاو بحثونه کړي دي.

دوی په یمن کې د اوربند او تازه پرمختګونو په تړاو هم بحث کړی او د کورونا وایرس پر ضد ګډې مبارزې باندې یې هم خبرې تبادله کړې دي.

د دې خبرو زیات جزیات نه دي خپاره شوي، خو تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم له جواد ظریف سره د کورونا له کبله په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت پر موضوع خبرې کړې وې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترېش له ظریف سره تر خبرو وروسته ویلي وو، دوی هڅه کوي، چې په افغانستان کې  هم د یمن په څېر اوربند رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي