سیمه ییز روغتیايي چارواکي او خبریالان وايي، پکتیا ولایت کې په یوه کور د هاوان مرمۍ پرېوتې، چې له امله یې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پنشنبې د وري ۲۸ مه ماسپښین څه کم درې بجې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند ابراهیم خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ځايي خبریالان وايي، په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتې پر مهال د هاوان یوه مرمۍ په یوه کور کې لګېدلې ده.
د دوی په وینا د دغه مرمۍ د لګېدو له امله د یادې کورنۍ دوه مېرمنې او یو ماشوم شهیدان شوي او یوه مېرمن، یوه نجلۍ او یو بل ماشوم ټپیان شوي دي.
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، د پېښې ټپیان د ګردیز ښار روغتون ته ور وړل شوي چې درملنه یې روانه ده.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د هاوان مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې او که د افغان ځواکونو له خوا.
افغان ځواکونو او طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:پکتیا