۰

کونړ کې چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پنجشنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۸
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د یوې چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کونړ کې چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، کونړ ولایت کې د یوې چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون چهارشنبې د غبرګولي ۱۲ مه ماښام مهال د مرکز اسعدآباد ښار په چغان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ د مرکزي روغتون مشر عطاالله ساپۍ وايي، په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په ټییانو کې څلور ماشومان نور هم شامل دي او د دریو تنو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم خو ځینې سرچینې وايي، چاودنه د افغان پوځیانو په یوه موټر پورې د نښلول شوي ماین له امله شوې ده.

د پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي